۰
امریکا:

جینوا کنفرانس کې به له افغانستان سره د خپلو مرستو د تازه کولو ډاډ ورکړو

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
د امریکا متحده ایالاتو وار له مخه اعلان کړی، چې د جینوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د خپلو مرستو د تازه کولو ډاډ ورکړي.
جینوا کنفرانس کې به له افغانستان سره د خپلو مرستو د تازه کولو ډاډ ورکړو
د امریکا متحده ایالاتو وار له مخه اعلان کړی، چې د جینوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د خپلو مرستو د تازه کولو ډاډ ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان پرون یکشنبې د لیندۍ ۲ مه په جینوا کنفرانس کې د امریکايي پلاوي د ګډون څخه د مخه ورکړی دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی، امریکا به په دغه کنفرانس کې له یوه خوندي، باثباته، دیموکراتیک او پر ځان بسیا افغانستان چې هم په کور دننه او هم له ګاونډيانو سره په سوله کې وي، پر خپلو تعهداتو ټینګار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې فنلند او ملګرو ملتونو هم هیله ښودلې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړي.

د فنلند د پراختیايي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ویلې سکینارې «Ville Skinnari» په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي د افغانستان د سوله ‌ییز او هوسا راتلونکي لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړي کول اوس وخت خورا مهم دي.

نوموړي ویلي، دا چې دا هېواد د سولې لپاره تاریخي فرصت په مخ کې لري نو د سولې او روښانه راتلونکي په لور د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه سویس کې پیلېږي، چې سبا به هم دوام ولري او افغان ولسمشر محمد اشرف غني به هم په کې وینا وکړي.

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو له‌ خوا جوړ شوی چې په ‌کې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.

تمه کېږي، نړیواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي