۰

دفاع وزارت: اروزګان کې ۵۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۱
ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې افغان ځواکونو د طالبانو تر برید وړاندې برید کړی او ۵۴ تنه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: اروزګان کې ۵۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
 ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې افغان ځواکونو د طالبانو تر برید وړاندې برید کړی او ۵۴ تنه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه وايي، طالبانو پلان درلود، چې ګیزاب کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ او برید یې پرې وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې، ممهمات او نقل وسایط له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د قطر خبرو د پیل سره د هېواد د ځینو نورو برخو په څېر په اروزګان ولایت کې هم جګړو او ناامنیو زور اخیستی دی.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې هم د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز برید کړی و، چې د افغان ځواکونو له خوا د ماتې سره مخ شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي