پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پر یوه ټکسي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او موټر چلوونکي یې ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند د خیرخانې په لومړۍ حصه کې شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، د سړک د غاړې ماین نن سهار ۶:۱۰ په یوه عراده ټکسي موټر شوی، چې له امله یې موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د هغه به وینا ټپي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل ښار په یو شمېر سیمو ۲۴ توغندي ویشتل شوي و، چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي.
د پېښې قربانیان ټول ولسي وګړي دي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل