۰

غزني او خوست کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۴
سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، غزني او خوست ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني او خوست کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
 سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، غزني او خوست ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۸ مه) د غزني په ده یک ولسوالۍ او د خوست ولایت صبریو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د غزنی د پولیسو ویاند وایي، د ده یک په تاسنګ کلي کې د طالبانو په بریدونو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره طالبان مات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې کره جزیات یې ورنه کړل.

خو د غزني د ملکي روغتون رییس باز محمد همت ویلي، دوی ته له ده یک ولسوالۍ د ۱۱ نظامیانو جسدونه او درې ټپیان وروړل شوي دي.

بل خوا سیرت زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو دوه موټر بم بریدونه هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړي.

په ورته وخت په خوست کې هم امنیتي سرینو د صبریو ولسوالۍ په یعقوبیو سیمه کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او دوه نور د ټپي کېدو ویلي دي.

په سمیه کې پوځي چارواکو هم د افغان پوځیانو پر پوسته د برید پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبانو د غزني د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو خوست کې یې د اتو افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي