۰
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر:

له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، له وخته وړاندې د ځواکونو ایستل به افغانستان کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.
له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، له وخته وړاندې د ځواکونو ایستل به افغانستان کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماس پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه له افغانستان څخه د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو ایستلو ته په اشارې ویلي، په دغه کار سره به هغه لاس ته راوڼې له خطر سره مخ شي، چې تر لاسه شوې دي.

نوموړي زیاته کړې« دا موږ ته ډېره مهمه یادونه کوي چې په بېړه ناکو اقداماتو هغه څه له خطر سره مخامخ نه کړو چې تر دې دمه مو تر لاسه کړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې حکومت یې له واشنګټن او د ناټو له متحدانو سره په تماس کې دی او په دې غور کوي چې د امریکايي پوځیانو وتل به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پر پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ جرمني پوځیانو څه اغېز ولري.

نوموړي د افغان دولت او طالبانو د خبرو په اړه ویلي،«موږ په ځانګړي ډول له دې درکه اندېښنه لرو چې د امریکا اعلان به د افغانستان د سولې خبرې څومره اغېزمنې کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې په اوسنیو شریطو کې موږ باید اضافي خنډونه جوړ نه کړو او له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل یقیناً چې خنډونه زیاتوي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر د ټرمپ له فرمان وروسته و ویل، چې تر جنورۍ پورې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

د امریکا تر دغه اعلان وروسته د ناټو سازمان هم غبرګون وښود او ویې ویل، چې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه به ستونزې رامنځ ته کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ و ویل، چې د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې افغانستان کې بې ضرورته پاتې شي، خو په وینا یې په عین وخت کې ژر وتل یا له همږغۍ پرته وتل کېدای شي خورا ګرانه تمام شي.

نوموړي زیاته کړه دا خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د تروریستي حملو د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي او داعش چې عراق او سوریه یې له لاسه ورکړي، ممکن په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.

د ناټو سرمنشي پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه په همدې اړه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم تلېفوني خبرې کړې دي.

نوموړي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره به ناټو سازمان د افغان ځواکونو روزنې، مشورو او مرستې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي