۰
اروپايي ټولنه او د منځنۍ اسیا هېوادونو:

د سیمې د پرمختګ لپاره افغانستان کې بېړني او بشپر اوربند ته اړتیا ده

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو وايي، د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره په افغانستان کې بېړني او بشپړ اوربند ته اړتیا ده.
د سیمې د پرمختګ لپاره افغانستان کې بېړني او بشپر اوربند ته اړتیا ده
اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو وايي، د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره په افغانستان کې بېړني او بشپړ اوربند ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې او هېوادونو تېره ورځ د لړم ۲۸ مه د اروپايي ټولنې په شپاړسمه غونډه کې دا غوښتنه کړې ده.

په دغه غونډه کې د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر لومړي مرستیال ګډون درلود او ګډه اعلامیه یې خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې ټینګار شوي، چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره باید په افغانستان کې بېړنۍ او بشپړ اوربند وشي.

اعلامیه کې ویل شوي،د ټولې سیمې د پراختیا لپاره یو سوله ‌ییز، هوسا او له تروریزم څخه پاک افغانستان ته ډېره اړتیا ده.

سرچینه وايي، په دې برخه کې ګډونوالو یوځل بیا د هراړخیزې سولې د بهیر پرمخ وړلو لپاره د همکاریو په پیاوړتیا، د افغانستان د ټولو خلکو د نړیوالو بشري حقونو او د افغانستان د تلپاتې پراختیا لپاره په خپلې ګډې ژمنې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي