۰

د کویټي ځینې دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه جواز نه لري

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د کویټ هېواد یو شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه غیر شرعي او ناروا بللې ده.
د کویټي ځینې دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه جواز نه لري
د کویټ هېواد یو شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه غیر شرعي او ناروا بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دیني عالمانو پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او دواړه لوري باید بېړنۍ اوربند وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي« په افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نه ‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کویټي دیني عالمانو د دغه اعلامیې هرکلی کړی وايي، دا سوله غوښتونکی اقدام د افغانانو او افغان حکومت د سوله‌ییز لیدلوري ملاتړ څرګندوي.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ او د بنګله دېش دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي