۰

ولسشمر غني د قطر له امیر سره تلېفوني خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
افغان ولسشمر محمد اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ولسشمر غني د قطر له امیر سره تلېفوني خبرې کړې دي
افغان ولسشمر محمد اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه ماښام مهال شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو دا خبرې پر داسې مهال کېږي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې پیل شوې خبرې په ټپه ولاړې دي.

دوی له تېرو دوه میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه پورې د اجنډا او کاري اصولو پر سر توافق ته سره نه دي رسېدلي.

د اختلاف ټکی یې دا دی، چې طالبان د خبرو بنسټ د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون بولي او ټینګار پرې کوي، خو افغان حکومت دا ورسره نه مي.

که څه هم د افغان مرکچي پلاوي له خوا طالبانو ته بېلا بېل بدیلې طرحې هم وړاندې شوې، خو طالبانو تر اوسه نه دي منلي.

د یادونې ده، چې د قطر له خبرو سره سم په هېواد کې جګړو هم زور اخیستی او د دواړو لورو تر څنګ سلګونو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي