افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د استرالیا لومړي وزیر سره تلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو په جنګي جنایتونو خواشني ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه تلېفوني خبرو کې، چې پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه وشوې، د استرالیا لومړي وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه تر سره او عدالت تامین شي.
په ورته وخت کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوړلو یادونه یې کړې.
په لیک کې راغلي، د دغه ناوړه چلند مرتکبینو څخه څېړنو څلور کاله دوام وکړ او استرالیا کاملا دا تعهد لري چې د دغو مرتکبینو د عدلي او قضايي تعقیب راپور به ژر د یاد هیواد د عدلي او قضایي سیستم له لوري خپور شي.
جمهورخبري آژانس:کابل