ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه ورځي سفر کابل ته راشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راځي.
نوموړی به دلته له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خان له ښاغلي غني سره د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمې په اړه خبرې وکړې.
دا کابل ته د عمران له خان له لومړي وزیر کېدو وروسته لومړی وار دی، چې سفر کوي.
کابل ته د عمران خان د راتګ په پار افغان حکومت نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل