۰
د بښنې نړیوال سازمان:

افغانستان په دې بحراني حالت کې د نړیوالو ملتیا ته اړتیا لري

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د بښنې نړیوال سازمان وایي، افغانستان په دې بحراني او کړکېچ حالت کې د نړیوالو ملتیا ته اړتیا لري او نړیوال یې باید یوازې پرېنږدي.
افغانستان په دې بحراني حالت کې د نړیوالو ملتیا ته اړتیا لري
د بښنې نړیوال سازمان وایي، افغانستان په دې بحراني او کړکېچ حالت کې د نړیوالو ملتیا ته اړتیا لري او نړیوال یې باید یوازې پرېنږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن چهارشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه اعلامیه کې د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو غږ کړی، چې له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان په یوه کړکېچن او بحراني وضعیت کې دی او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان پر روان تاوتریخوالي، ملکي مرګ ژوبلې او ناوړه اقتصادي وضعیت هم اندېښنه ښودلې ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي په افغانستان کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې خوندي شي، د بشري په تېره د مېرمنو حقونو د ساتلو پر سر دې ټينګار وشي او هڅه دې وشي چې په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي لارې چارې پیدا شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستندویه هېوادونو په تازه اعلامیه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۱۰ نوي شرطونه وړاندې کړې دي.

په دې شرطونو کې تر ټولو مهم یې دایمي اوربند او همدا راز د سولې خبرې مخ ته وړل او بریالي کېدل، له فساد سره جدي مبارزه، د جمهوریت ساتل، د تېرو لاس ته راوڼو ساتل، د بشري حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی، او ځینې نور دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي