۰
ملګري ملتونه:

که د افغان سولې پروسه ناکامې شي، دغه هېواد به د بشري ناورین سره مخ شي

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي وايي، که د افغان سولې پروسه ناکامې شي، دغه هېواد به د بشري ناورین سره مخ شي.
که د افغان سولې پروسه ناکامې شي، دغه هېواد به د بشري ناورین سره مخ شي
د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي وايي، که د افغان سولې پروسه ناکامې شي، دغه هېواد به د بشري ناورین سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراندي دغه څرګندونې افغانستان کې د څلور ورځني سفر تر پای ته رسېدو وروسته له اسوشیتیدپریس خبري اژانس سره مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، که د افغانستان د سولې پروسه ناکامه شي او تاوتریخوالی دوام وکړي، افغانان به په خپل هېواد کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي او په دې هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

ګرانډې زیاته کړې«که د سولې هلې ځلې ناکامې شي، بیا نو موږ یقیناً په دې هېواد کې د یوه ستر ناورین اټکل کولی شو، زه هیله لرم چې داسې ونه شی.»

دی وايي، اوس وخت کې هم د جګړو له لاسه زرګونه بې ځایه شوي افغانان د کرونا وایرس د خپرېدو او د ژمي د رارسېدو له امله په خورا بد حالت کې دي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې روانې دي خو جګړې زور اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو لوی کمېشنر ویلي، په داسې حالت کې فکر کوي چې دوی باید هر څه ته تیار واوسي، باید نورو بشري چارو ته چمتو شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي