۰
ولسمشرغني:

افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار عبدالرازق داودو سره خبرو کې ویلي، چې افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي.
افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار عبدالرازق داودو سره خبرو کې ویلي، چې افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د لړم ۲۷ مه ماښام مهال د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار او ورسره پلاوی سره په ارګ کې وکتل.

ارګ وايي، په دغه لیدنه کې د سواداګرۍ او ترانزیټ د دواړه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، اسانتیاو رامنځ ته کولو، د سیمه ییز اتصال، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اپټا تړون، د کاسا زر، او ټاپې پروژو په اړه خبرې وکړې.
 
ولسمشر غني ویلي، چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نیت او اراده مهمه ده او افغان لوری دغه نیت لري، چې د دغو اړیکو اساس کېږدي، پراختیا ورکړي، ننګونې حل او د سیمه ییز اتصال پر سترې اجنډا تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان حکومت  لید لوری له سویلي اسیا سره د مرکزي اسیا نښلول دي او په دغه اقتصادي دورنما کې ټول مهمې ګټې لري او دغه ګټې باید موږ زیات سره یو ځای کړي.
 
ښاغلي غني و ویل«د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری عیار کړو او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د تطبیق خنډ ګرځي، باید لېرې کړو، موږ باید د ننګونو د جزئیاتو پر حل چې دواړو خواو ته موجودې دي، کار وکړو، اوسنی ستراتېژیک چاپېریال دا دی چې مرکزي اسیا د اتصال د اجنډا زیاته لېواله ده او باید د دغه اتصال پر وړاندې شته خن‌‌‌‌‌‌ډونه، لېری شي.»
 
ولسمشر پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه ویلي، چې په خواشېنۍ سره افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي چې د دوی د زړه ماتوالي لامل ګرځي.
 
ده ویلي»دواړه لوري باید د ننګونو د پېژندنې لپاره کار وکړي، موږ باید سیاسي لیدلوری او همکارۍ پیاوړې کړو او کوچني مسایل چې زموږ ترانزیټ او سوداګري یې سیاسي کړې ده، لېرې کړو.»

ولسمشر ټینګار کړي، چې دواړه هیوادونه باید د کاسا زر، ټاپ او ټاپې په ګډون پر سترو اقتصادي پروژو زیات تمرکز وکړي.

ښاغلی غنی وايي، کله چې دغه ننګونې حل شي، موږ به د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصاد او د دواړو هیوادونو د ولسونو د اړیکو په برخو کې د متقابلې همکارۍ زیات فرصتونه ولرو.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، زما پیغام دا دی چې له دغو فرصتونو څخه دې د دواړو هیوادونو د خلکو د غوره راتلونکي لپاره استفاده وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي