۰

ولسمشرغني د امریکا له سرپرست دفاع وزیر سره خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر میلر سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د امریکا له سرپرست دفاع وزیر سره خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر میلر سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د سولې پر بهیر، دوه اړخیزه اړیکو او د افغان ځواکونو په دوامداره ملاتړ او کیفیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، د امریکا دفاع وزیر خپلو خبرو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوامداره کيفيت ټينګار وکړ.
 
ولسمشر غني او د امریکا دفاع وزیر پر داسې مهال تلېفوني خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له افغانستان څخه د ۲ زره سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی.

د امریکا نوي دفاع وزیر هم په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د جنورۍ تر ۱۵ مې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

نوموړي ویلي، چې د سرتېرو د ایستلو په اړه یې د کانګرس په ګډون له ځینې کلیدي مشرانو، ناټو او افغان ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، د سرتېرو کمول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د پالیسۍ د بدلون په مانا نه دی.

میلر له ښاغلي غنی سره خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د سولې هڅې زیاتې شوې او امریکا به د افغان حکومت او دغه هېواد تر څنګ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي