۰

بدخشان کې سیمه ییزه پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۶
د بدخشان د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د طالبانو د برید پر مهال سیمه ییزه پولیسو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
بدخشان کې سیمه ییزه پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د طالبانو د برید پر مهال سیمه ییزه پولیسو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا غړي وايي، طالبانو تېره شپه د بدخشان جرم ولسوالۍ په پیل کېبلي سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی جاوېد مجددي وایي، د طالبانو په برید کې د عمر په نوم د یوه قوماندان په ګډون یو شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم نوموړي د وژل شویو سیمه ییزه پولیسو کره شمېر په ګوته نه کړ، خو د یادې شورا یو بل غړي عبدالله ناجي نظري ویلي، د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان هم وزل شوي او طالبانو دوه هاموي ټانکونه له ځان سره وړي او پوستو ته یې اور اچولی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی وايي، د یاد ولایت په جرم ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ۱۰سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني هم په جرم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو پخلی کړی وايي، ۱۰ سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې په ګوته نه کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس: بدخشان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي