۰
اسدالله خالد:

مطمئین نه یم، چې مذاکرات نتیجه ورکړي، طالبان او ملاتړي یې سولې ته اراده نه لري

سی شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، وسله وال طالبان سولې ته هېڅ ارده نه لري او ښايي د دوحې د سولې خبرې هم کومه مثبته پایله ونه لري.
مطمئین نه یم، چې مذاکرات نتیجه ورکړي، طالبان او ملاتړي یې سولې ته اراده نه لري
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، وسله وال طالبان سولې ته هېڅ ارده نه لري او ښايي د دوحې د سولې خبرې هم کومه مثبته پایله ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې نن سه شنبې د لړم ۲۷ مه ولسي جرګې نه د رایې تر لاسه کولو لپاره خپلې برنامې تشریح کولې و ویل، چې قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل سره طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې لا یې زیات کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د جګړو په زیاتولو سره غوښتل، کندوز، غزني، اروزګان او فراه ولایتونه سقوط کړي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.

دغه راز نوموړي و ویل، چې طالبانو په هلمند او کندهار کې هم جګړې ته زور ورکړ، چې د افغان ځواکونو له خوا ورته درنه مرګ ژوبله واوښته او ماته یې وخوړه.

ښاغلی خالد وايي، د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتېدو ښکاري، چې دغه ډله سولې ته هېڅ اراده نه لري او پر همدې سبب ډاډه نه دی، چې د سولې خبرې دې کومه پایله ولري.

ده و ویل« د دوحې د خبرو له پیل سره موږ دفاعي حالت ته ولاړو، خو دښمن له دې غلته استفاده وکړه، بریدونه یې زیات کړل، که د قطر د مذاکراتو محدویتونه نه وای، زموږ ځواکونو به نورې لاس ته راوړنې هم لرلی، د طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته په کتو مطمئین نه یو چې د سولې خبرې دې نتجیه ورکړي، ولې دا په دې مانا نه ده، چې موږ د سولې د خبرو مخالف یو، موږ سولې ته ژمن یو، د هېواد له هر ګوټ چې د سولې واقعي غږ څوک پورته کړي موږ یې ملاتړ کو، خو داسې سوله چې زموږ لاس ته راوڼې په کې خوندي وي.»

ده د طالبانو د ملاتړ په اړه و ویل، چې دغه ډله لا هم په کوټه، میرانشا، کراچۍ، لاهور او پنډۍ کې مرکزونه او کورنه لري او ټپیان یې هملته تداوي کېږي.

د ملي دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وګړ، چې طالبان او د هغوی نړیوال او سیمه ییز ملاتړي د سولې لپاره هېڅ ډول اراده نه لري.

د ملي دفاع وزارت ټينګارو وکړ، چې دوی سولې ته ژمن او سوله غواړي، خو داسې سوله چې تل پاتې او باعزته وي او که نه افغان ځواکونه به په خپله ټوله مېړانه له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

ښاغلي خالد د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په اړه زیاته کړه، چې دغه ځواکونه اوس ۹۶ سلنه عملیات خپله مخ ته وړي او یوازې څلور سلنه د بهرنیو مرستو هغه هم هوايي ته اړتیا ده.

دی وايي، که چېرې سوله وشي هم له افغان ځواکونو پرته بل هېڅ ځواک او ډله په ګډون د طالب نه شي کولی له سولې ساتنه وکړي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه.

په ورته وخت کې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د هغه ګنګوسو او راپورونو په اړه چې ګڼې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي و ویل، چې تر اوسه یې داسې کومه نښه نه ده لیدلې.

اسدالله خالد و ویل، ښایي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم شي خو دا امکان هم لري، چې ښايي زیات شي.

خو په وینا یې که بهرني ځواکونه و هم وځي افغان ځواکونه د دې وړتیا او چمتوالی لري، چې په خپلواکه توګه له خپلې خاروې او خلکو ساتنه او دفاع وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر وکیلانو ته ډاډ ورکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټولې قربانۍ سره په خپلواکه توګه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع لپاره چمتو دي او دا وړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي