۰

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی

سی شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فاریاب ولسوالۍ د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی او دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.
د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فاریاب ولسوالۍ د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی او دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات وایي، برید تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموي ټانګ ته د قیصار ولسوالۍ د امینه قوماندانۍ ترڅنګ چاودنه وروکړې او وروسته وسله والو له افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.

دی وايي، په موټر بم برید کې یوازې دوه پولیس ټپیان شوي او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

ویل کېږي د دغه موټر برید کې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا د استوګنې کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي