سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د وسله والو غلو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، داغه پېښه تېره شپه ۹:۰۰ بجې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ګلدان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نور خدا په رخصتۍ کور ته تللی و، چې تېره شپه د وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی.
نوموړې زیاته کړې، چې امنیه قوماندان له یوې مېلمستیا څخه د کور په خوا روان و، چې د ګلدان په سیمه کې وسله والو غلو پرې برید کړی او وژلی یې دی.
د پروان د والي ویاندې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي او نه هم د وژنې مسوولیت چا اخیستی.
د کاپیسا چارواکو هم دا خبر تایید کړی وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل