د امریکا په سنا کې د اکثریت سناتورانو مشر مک کانل له افغانستان د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مک کانلپ پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړي، چې له خپلې پرېکړې پر شاه شي او امریکايي سرتېري له دغه هېواد څخه ونه باسي.
نوموړي ویلي«افغانستان کې د جګړې تر خطر تر ختمېدو مخکې د سرتېرو ایستل، خطرناک او له شرمه ډک کار دی.»
دی وايي، که له افغانستان څخه په بېړه سرتېري و ایستل شي نو دغه هېواد به د عراق په څېر د نویو ترهګرو دلو د رامنځ ته کېدو سبب شي.
دغه امریکايي سناتور ټينګار کړي، چې د امریکا عجولانه وتل به نه یوازې د امریکا امنیت ته خطرونه جوړ کړي، بلکې د امریکا متحدین به هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
سناتور مک کانل هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت د سرتېرو په ایستلو کې بېړه و نه کړي او د افغانستان مسئله عادي و نه ګڼي.
امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکايي رسنیو د راپور له مخې ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته بېړه لري او غواړي، چې د سپنې ماڼۍ تر پرېښودو پورې یو تاریخي کار وکړي.
ټرمپ د دغه کار لپاره د دفاع وزارت هغه چارواکي هم له دندو لرې کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایتسلو مخالف و.
له دغه کسانو څخه یو هم د دفاع وزیر مارک اېسپر و، چې له ګوښه کېدو وروسته یې هم له ټرمپ څخه غوښتي، چې له افغانستان د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.
نوموړي هم خبرداری ورکړی، چې له افغانستان د امریکایي سرتېرو ایستل به امریکا او نړۍ ته خطرناکې پایلې ولري.
خو د امریکا نوي سرپرست دفاع وزیر هم امریکایي پوځیانو ته په لومړي پیغام کې ویلي، چې نور هره وخت رارسېدلي، چې تاسو خپل کور ته راستانه کړو.
جمهورخبري آژانس:کابل