د فلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د کېدونکو مرستو شرایط به سخت او عمده بدلونونه به په کې راشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د فنلډ حکومت چې د افغانستان سره د مرستو لپاره د ژنیو د کنفرانس کوربه هېوادونو له ډلې څخه دی پر داسې مهال دا خبر ورکوی، چې ټاکل شوې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنه شوې مرستې تر دوو میاشتو پورې پای ته ورسیږي.
د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، ویلي، یو عمده بدلون د مرستو ارزول د څلور کالو څخه یو کال ته راټیټیدل دي او ده راز به د مرستو د ارزولو په ترڅ کې سخت شرایط تطبیق شي.
نوموړي ویلي، دغه کار د دې لپاره کېږي، تر څو په افغانستان کې د فساد په هکله د مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو اندیښنو ته ځواب وویل شي.
دی وایي، د دغو سختو شرایط د وضع کولو بل هدف په حقوقي برخه کې د پرمختګونو ساتل دي چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو له خوا د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په افغانستان کې رامنځ ته شوي دي.
په ورته وخت کې د فنلند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې مرسته کوونکې ټولنه نه غواړي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل