د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو به برید کې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه پېښه تېره شپه ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سره سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه غلکچي برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د پولیسو ویاند په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو وايي، پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل