۰

په ۹۷۶ تنو د اعدام حکم شوی، خو تر اوسه یو هم نه دی عملي شوی

دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د افغان دولت د کابینې عدلي او قضايي کمېټه وايي، د سترې محکمې له خوا په ۹۷۶ تنو چې په قتل تورن دي د محکمې له خوا د اعدام حکم شوی خو تر اوسه یو هم نه دی عملي شوی.
په ۹۷۶ تنو د اعدام حکم شوی، خو تر اوسه یو هم نه دی عملي شوی
د افغان دولت د کابینې عدلي او قضايي کمېټه وايي، د سترې محکمې له خوا په ۹۷۶ تنو چې په قتل تورن دي د محکمې له خوا د اعدام حکم شوی خو تر اوسه یو هم نه دی عملي شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره پرون یکشنبې د افغان دولت د کابینې عدلي او قضايي کمېټې په ناسته کې، چې د ولسشمر د دوهم مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه، شوې ده.

په دغه ناسته کې لومړی لویې څارنوالۍ په اعدام د محکومو کسانو د برخلیک په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په وینا یې تر اوسه پورې د سترې محکمې له خوا په ۹۷۶ تنو چې په قتل تورن دي، د اعدام حکم شوی، خو یو هم عملي شوی دی.

په غونده کې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش ویلي، چې پر اعدام د محکومو کسانو د برخلیک قانوني حق خپله د محکومینو او د قرباني شویو کسانو د اولیاوو حق دی، چې باید دا مضوع په اساسي شکل وڅېړل شي او رسېدګي ورته وشي.

د دولت د کابینې د عدلي او قضايي کمېټې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د دغه ستونزې د حل لپاره دې د چارو ادارې له خوا یوه طرحه چمتو کړی شي او د لوی څارنوالۍ، سترې محکمې، عدلیې وزارت د نظر څرګندونو ورسته دې ولسشمرۍ ماڼۍ ته ولېږل شي، تر څو د ولسمشر په مشرۍ په یوه ځانګړې ناسته کې، چې لوی څارنوال، قاضي القضات، د عدلیې وزیر او نور اړونده بنسټونه هم برخه ولري، په دې اړه لازم تصمیم ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي