فاریاب کې ماین چاودنې پنځه ماشومان ټپیان کړي دي

26 عقرب 1399 ساعت 10:44

سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۲۵ مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په جورلق کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، چاودنه مازیګر مهال په دغه کلي کې د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله هغه مهال شوې، چې ماشومان له دغه سړک څخه پورې وتل.

نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې پنځه تنه ماشومان ټپیان شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 133471

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com