۰

نېږدې راتلونکې کې به د کابل او تاشکند تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شي

دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۱
ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نېږدې راتلونکې کې به د کابل او تاشکند تر منځ مستقمې الوتنې پیل شي.
نېږدې راتلونکې کې به د کابل او تاشکند تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شي
ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نېږدې راتلونکې کې به د کابل  او تاشکند تر منځ مستقمې الوتنې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبک رسنیو ویلي، دغه الوتنې په د راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ کې پیل شي.

ازبکستاني رسنۍ زیاتوي ازبکستاني چارواکي په کابل کې له چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي او ژر به دا چاره عملي پيل شي.

د یادونې ده، له دې وړاندې به تاشکند ته د دوبۍ او استانبول له لارې پروازونه کېدل خو که دا چاره پيل شي نو په مستقیمه توګه له کابل څخه ياد هېواد ته سفر ترسره کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي