۰

ننګرهار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

یکشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او نیولی دی.
ننګرهار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی
کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر د مرکز جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې موټر کې ۲۵ بورۍ چاودېدونکي توکي، زر ډزه د پیکا مرمۍ، دوه سوه ډزه د زیکو یو مرمۍ، له پنځه سوه زیات د کلاشنکوف مرمۍ او پنځه عدده د ماین ریموټ کنټرول تر لاسه شوي دي.

 کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د دغه پېښې په تړاو یو ترهګر هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې موټر بم ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي