۰
امرالله صالح:

پر کابل پوهنتون د برید طراح نیول شوی، د شرعیاتو پخوانی محصل وو

شنبی ۲۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي خونړي برید د هستې طراح نیول شوی دی.
پر کابل پوهنتون د برید طراح نیول شوی، د شرعیاتو پخوانی محصل وو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي خونړي برید د هستې طراح نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لړم ۲۴ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه طراح عادل نومېږي، د محمد عارف زوی او د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکی او اوس یې کورنۍ پلچرخي سیمه کې اوسېږي.

د هغه په وینا عادل تر درېیم ټولګي پورې شرعیاتو پوهنۍ لوستې او وروسته د ثناوالله په نوم د یوه کس له خوا چې د حقاني شبکې پخوانی غړی دی، جذب شوی او دا جنایت یې تر سره کړی دی.

ښاغلي صالح زیاتوي، عادل په خپلو خبرو کې ویلي، ده ته ویل شوي و، چې داسې یو کار باید وکړي، چې حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنام شي او د خلکو په فکر کې یو کمزروی او ناکام حکومت ښکاره شي.

نوموړی وايي، عادل زیاته کړې، چې دغه کار په نظامي اهدافو باندې شونی نه و، نو ځکه یې پر کابل پوهنتون برید وکړ.

صالح زیاتوي، د عادل په اړه د سیمې خلک وايي، هغه له درې کلونو راهیسې لا درکه و او اوازه وه، چې د جنګي زده کړو لپاره د هېواد نه بهر تللی دی.

عادل زیاته کړې، چې وسله یې له حقاني شبکې څخه په خوست ولایت کې تر لاسه کړې او د برید لارښوونه هم د ثناوالله نومي له خوا ورکړل شوې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا ټینګار کړي، چې داعش هسې یو نوم دی او چا چې دغه کار کړی هغه څو هویتي دي.

د ښاغلي صالح په وینا دغه ډله، (اشاره یې طالب ته ده) هر کله چې اړتیا و ویني یو ځانګړی نوم او لقب لکه حزب التحریز، طالب، دانش او نور ځان ته اېږدي.

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون دوه اوونۍ وړاندې د درې تنو وسله والو ځانمرګو له خوا برید وشو، چې په کې ۲۲ تنه و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست خو افغان حکومت دغه کار د وسله والو طالبانو واباله، په داسې حال کې چې طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي