ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عزیز یولداش د فاریاب د غورماچ ولسولاۍ په سعیدګل کلي کې وژل شوی دی.
دفاع وزرات د عزیز یولداش د وژل کېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو وايي په عملیاتو کې د هغه زوی هم ټپي شوی دی.
خبرپاڼه وايي، عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په فاریاب کې په ناامنیو، تروریستي فعالیتونو او زموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود.
د یادونې ده، چې عزیز یولداش د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د مشر طاهر یولداش زوی دی.
طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل