۰

هلمند کې د ملي اردو په یوه مرکز موټر بم برید شوی دی

سی شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په یوه مرکز موټر بم برید شوی او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
هلمند کې د ملي اردو په یوه مرکز موټر بم برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په یوه مرکز موټر بم برید شوی او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په آب پاشک سیمه کې شوی دی.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید تېره شپه (د لړم ۱۹ مه) شاوخوا ۹ بجې د آب پاشک په سیمه کې د ملي اردو په یوه قرارګاه شوی دی.

نوموړی وايي، د برید څخه د رامنځ ته شوې، مرګ ژوبلې او زیان په اړه جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې د والي ویاند زیاتوي، افغان هوايي ځواک پر هغه وسله والو هم برید کړی، چې غوښتل یې له موټر بم برید وروسته پر افغان پوځیانو برید وکړي.

دی وايي، په دې هوایي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

که څه هم د والي ویاند د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو د ګرشک یوې امنیتي سرچینې ویلي، په دې موټر بم برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ هم موټر بم او ډلیز برید شوی دی.

د فاریاب والي نجیب الله فایق په خپل ټوېټر ویلي، په دغه برید کې څلور تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ سرتېرو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د جګړې د زیاتېدو سره موټر بم او ډلیز بریدونو هم زور اخیستی او یوازې په تېرو لسو ورځو کې دا اتم موټر بم برید دی، چې تر سره کېږي.

تر هلمند او فاریاب وړاندې، درې موټر بم بریدونه په پکتیا، دوه په کندهار او یو هم په زابل ولایت کې وشو، چې د یو شمېر نظامیانو تر څنګ یې لسګونه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي