۰
امرالله صالح:

ډېر ژر به د غاصبینو ډیټابېس جوړ او د ۵۰ ترهګرو نوملړ چې چاودنو کې لاس لري خپور شي

سی شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۸
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به د غاصبینو ډېټابېس جوړ او د هغه ۵۰ ترهګرو نوملړ به خپور شي، چې کابل کې یې په یوه شمېر چاودنو کې لاس لري.
ډېر ژر به د غاصبینو ډیټابېس جوړ او د ۵۰ ترهګرو نوملړ چې چاودنو کې لاس لري خپور شي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به د غاصبینو ډېټابېس جوړ او د هغه ۵۰ ترهګرو نوملړ به خپور شي، چې کابل کې یې په یوه شمېر چاودنو کې لاس لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۲۰ مه په خپله دوه وېشتم جلسه کې تر پرېکړې وروسته په خپله فسبوک پاڼه کړې دي.

ښاغلي صالح ویلي، د غیر قانوني لوړ پوړیزه ودانیو، د شنو ساحو د نیولې او د عامه ځمکو د غصب ستونزې یوازې د پولیسو په مداخلې سره نه شي حل کېدای.

نوموړي وايي، د دغه ستونزې د حل لپاره یو ځل بیا د جنايي جرمونو د پلټنې ریاست یو ځل بیا سلګونو هغه کسانو ته چې وړې او یا لویې ساحې یې غصب کړې خبرداری ورکړل شوي، چې دغه ساحې په خپله خوښه پرېږدي.

دی زیاتوي، چې همدې خبرداري ته په کتو ډېر ژر به د غاصبینو ډېټابېس جوړ او هغه کسان چې دې خبرداري ته پاملرنه نه کوي، د بندیزونو او تعذیر سره به مخ شي، چې د ډول په اړه یې بحثونه راون دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د پوهنې وزارت څنګه ته پوستې هم ډولې شوې او پرېکړه شوې، چې د جرم او جنایت د مخینوي په موخه تر څار لاندې کسانو نوملړ جومات په جومات خپور شي.

ښاغلی صالح وايي، جنايي جرمونه تر ډېره کم شوي، خو د طالبانو او ترور د مخینوي لپاره، چې زموږ جسم او روح تر فشار لاندې راولي، ځانګړې استراتېژۍ ته اړتیا لري، چې کار ورباندې پیل شوې او ښې پایلې به ولري.

نوموړي ویلي، د دغه کار لپاره به ډېر ژر د هغه پنځوس تنه ترهګرو چې د کابل په بېلا بېلو چاونو کې لاس لري نوملړ خپور شي، نو ځکه له خلکو غواړي، چې پر هغوی حق العبدي دعوې ته ځان چمتو کړي.

ده د دغه پرېکړې په څلورمه ماده کې لیکلي، د هغه درملتونو نوملړ به هم خپور شي، چې ټابلېټ کا درمل خرڅوي او دا کار د دې لپاره کوي، چې قانون ماتونکي تر فشار لاندې راشي.

د پاکستان وېزې د ستونزې د حل لپاره ښاغلي صالح وایي، له دې وروسته به پاسپورټونه په نوبت سره په ۱۶ ځایونو کې راټولېږي او د ګڼې ګوڼې پرته به کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه کار لپاره د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان له سفارت سره همغږي کړې او د پاسپورټونو د راټولولو مسوولیت د جنرال خوشحال سادات تر مشرۍ لاندې ټیم ته سپارل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي