۰

هلمند: په هوايي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
هلمند: په هوايي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرباڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د هوایي ځواک ښکار شول.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي