۰

پر کابل پوهنتون د برید په تړاو نوې موندنې، بریدګرو خپلې کوتې پرې کړې وې

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو نوې موندنې له خلکو سره شریکې کړې وايي، بریدګرو تر برید وروسته خپل لاسونه په بمونو تخریب کړي دي.
پر کابل پوهنتون د برید په تړاو نوې موندنې، بریدګرو خپلې کوتې پرې کړې وې
 د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو نوې موندنې له خلکو سره شریکې کړې وايي، بریدګرو تر برید وروسته خپل لاسونه په بمونو تخریب کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لړم ۱۹ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، بریدګرو له برید وروسته دغه کار د دې لپاره کړی، چې ونه پېژندل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کابل پوهنتون د برید تر څنګ په کوثر ښوونیز مرکز او دغه راز هدفي وژنو په اړه هم نوې موندنې شوې خو د ښه کره والي لپاره یې لا هم کار روان دی.

ښاغلي صالح لیکلي« په کابل پوهنتون د برید په وروستیو شېبو کې کله چې بریدګر په دې پوه شوي، چې امنیتي ځواکونه د بامونو په سوري کولو سره ځانی دوی ته رسوي لاسو کې بمونو ته چاودنه ورکړې او ځانونه یې وژلي دي، دغه کار ښيي، چې هغوی پوهول شوي و، چې د نه پېژندګلوی لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.»

د ښاغلي صالح په وینا مسلکي ګمان دا دی، چې دغه بریدګرو له دې وړاندې هم د جرم په تړاو نیول شوي او بایومتریک شوي، نو ځکه یې د نه پېژندلو لپاره خپل لاسونه او ګوتې پرې کړې دي.

خو وايي، د ټکنالوژ او د بهرنیو متحدینو د مرستې او همکارۍ پر مټ پلټنې روانې دي، چې د بریدګرو هویت په ډاګه شي.

د یادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې لړم ۱۲ مې په ورځ درې تنه بریدګر کابل پوهنتون ته د ننه شوي و او پر محصلینو یې د ناتار ډزو له پیل سره جګړه پیل کړه.

دوی له افغان ځواکونو سره تر شپږو ساعتونو پورې وجګنېدل، چې ۲۲ تنه یې و وژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل، چې کابو ټول یې محصلین وو.

د برید مسوولیت داعش واخیست او طالبانو په کې لاس لرل رد کړل، خو امرالله صالح دغه کار د طالبانو وباله ویې ویل، که طالبان د برید مسوولیت واخلي که نه اسناد او ثبوتونه ښيي، چې دغه برید طالبانو کړی دی.

بل خوا امرالله صالح د هغې چاودنې په اړه چې په کې د یما سیاوش په نوم یو خبریال او د مرکزي بانک دوه نور کارکوونکي و وژل شول هم معلومات له خلکو سره شریک کړي دي.

ښاغلي صالح ویلي، یما سیاوش د آر ډي آکس چاودېدونکو توکو په وسیله چې کور کې جوړېدونکي نه بلکې هغو ته نظامي توکي وايي، وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته دا پرېکړه کړې، چې باید سترې چاودنې ودروي او هدفي وژني په ښارونو کې پیل کړي.

هغه ویلي، طالبانو د دغه کار لپاره د عبیده کاروان په نوم یوه ډله تر ډېورنډ پولې پورې غاړې په وزیرستان کې روزلې او لویو ښارونو په ځانګړي ډول کابل ته یې رالېږلې ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، تر اوسه پورې د عبیده کاروان ۵۰ تنه غړي نیول شوي، چې د ملي امنیت په بند کې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي