۰

غزني کې د هاوان مرمۍ ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې د هاوان مرمۍ ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۸ مه مازیګر مهال د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د نوآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، د طالبانو له لوري درې توغول شوي هاوانونه په نوآباد سیمه کې د خلکو په کورنو لګېدلي دي.

دی وايي، په دغه پېښه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې څلور تنه ماشومان او درې مېرمنې او په ټپیانو کې څلور ماشومان شامل دی.

د والي ویاند زیاتوي، چې پېښې ټيپیان د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
 
که څه هم د غزني چارواکي وايي، هاوان د طالبانو له خوا توغول شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي