۰
د امرالله صالح شلمه پرېکړه:

د ترهګرو د عکسونو نصبولو او خپراوي ښه پایله ورکړې ده

یکشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په ښار کې د ترهګرو د عسکونو نصبولو او د هغوی د هویت خپرولو ښه پایله ورکړې ده.
د ترهګرو د عکسونو نصبولو او خپراوي ښه پایله ورکړې ده
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په ښار کې د ترهګرو د عسکونو نصبولو او د هغوی د هویت خپرولو ښه پایله ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې د نن یکشنبې لړم ۱۸ مې سهار د شپږنیمو بجو په ناسته کې کړې او پر فسبوک يې خپرې کړې دي.

دی وايي، بدختانه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې څلور ترهګریزه پېښې شوې، چې یوه یې د یما سیاوش او د هغه د دوه تنو ملګرو وژل کېدل، دوهمه یې پغمان کې د یوه افسر ترور، چې برید کوونکی یې نیول شوی او درېیمه قره باغ کې د یوه سرتېري وژل کېدل دي.

ښاغلی صالح وايي، دغه ټولې پېښې په جدي توګه څېړل کېږي او ټکنالوژۍ دا وړتیا لري، چې موږ د دغه ډول پېښو د تار سر پیدا کړو.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، چې په ښار کې د ترهګرو د عسکونو او هویت په ډاګه کولو ښه پایله ورکړې او زموږ وجدان لرونکو خلکو د کابل پوهنتون د پېښې په تړاو د طالبانو او داعش د ویدې هسنې معلومات راکړي دي.

دی وایي، تصمیم لري که چې دغه ترهګر ونیول شي، نو هغه کورنۍ چې قرباني یې ورکړې په استنطاق کې به شامل کړی شي، تر څو خپله حق العبدي مسلې اساسي شکل ونیسي او طالب نېغ په نېغه د خلکو د احساساتو پر وړاندې ودرول شي، نه یوازې د مستنطق.

نوموړي په دغه راپور کې ویلي، چې غلو د موټرو د غلا کړنلارې ته بدلون ورکړی دی او یو ځل بیا له پولیسو وړاندې شوي دي، چې په ترڅ کې یې تېره شپه درې موټر غلا شوي دي.

ښاغلی صالح وايي، د غلا شویو موټرو عکسونه نن خپاره شوي او د تېر په شان د کابل په ګډون د ګاونډیو ولایتونو موټر فروشۍ هم د پولیسو تر څار لاندې وي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې تېره ورځ د نهمې ناحیې اړوند یوه کوڅه کې د موبایل غلو له یوه کس څخه تلېفوني غلا کړی خو په همدې کوڅه کې د کمانډو ځواکونو یوه سرتېري غله څارلي، چې د برخورد په پایله کې یو غل ځای پر ځای وژل شوی او بل په تپي حالت نیول شوی دی.

ښاغلی صالح وايي، د کمانډو ځواکونو دغه اتل سرتېری به د سبا جلسې ته وغوښتل شي او وبه ستایل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د قرغې بند له هغو هوټلو او غرفو چې د سړک د غاړې جوړ شوي و هم مننه کړې، چې په خپله خوښه یې سیمه پرېښې ده.

نوموړی وایي، دی په دې کار کې جدي و او که چېرته د دغه هوټلونو او غرفو مالکانو اقدام نه وی کړی، نو په زیان به یې تمامه شوې وه.

دی زیاتوی، چې اوس د قرغې په سړکونو غرفې او هوټلونه نشته او دغه بند ته څېرمه کورنۍ ته خبرداری ورکړل شوي، چې که یې نوې آبادۍ وکړې، نو مسوولیت به یې به خپله غاړه وي او قانون ته به وسپارل شي.

امرالله صالح ویلي، ځینې وايي، چې د دولت د ننه او بېروني ځینې کسان شته چې غواړي د امنیتي میثاق او شپږنیمو د ټیمو کارونه ناکام کړي.

هغه زیاته کړې«بلې پوهېږم، د نېک او بدو تر منځ کشمکش نوې خبره نه ده، دا زړه خبره ده، زما لپاره د حیرانتیا ځای نه دی.»

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د کابل ښاروالۍ له کړنو مننه کړې، خو ټینګار یې کړي، چې ښاروالي باید د پلې لارو په خلاصولو کې خپل کارونه نور هم چټک کړي او په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې باید د شنو ساحو د خلاصون لړۍ پنځه برابره زیاته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي