۰

پکتیا کې چاودنې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژلي دي

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته بمي چاودنه شوې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پکتیا کې چاودنې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته بمي چاودنه شوې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ په نېکنام سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته شوې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران وايي، په دغه چاودنه کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا له چاودنې وروسته د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته هم شوې، چې د هوايي برید پر مټ طالبان په شاه تمبول شوي دي.
 
کامران وايي، په متقابله جګړه او هوايي برید کې ۷ طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته موټر بم برید شوی و، چې یو شمېر پاڅونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي