سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته بمي چاودنه شوې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ په نېکنام سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته شوې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران وايي، په دغه چاودنه کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا له چاودنې وروسته د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته هم شوې، چې د هوايي برید پر مټ طالبان په شاه تمبول شوي دي.
کامران وايي، په متقابله جګړه او هوايي برید کې ۷ طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته موټر بم برید شوی و، چې یو شمېر پاڅونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل