ملي دفاع وزارت وايي، هلمند کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی او نومول شوی والي یې ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د لړم ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر طالبانو دغه هوايي برید د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې شوی دی.
دفاع وزارت وايي، د هلمند لپاره د طالبانو د والي او استخباراتي مسوول په ګډون یو شمېر طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې راټول شوي و او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو تابیا کوله.
خو سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو پر وار وړمبی کړ او د طالبانو په دغه غونډه یې هوايي برید وکړ.
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه هوايي برید کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې په کې د دغه ډلې استخباراتي مسوول هم شامل دی.
دغه راز دفاع وزارت زیاتوي، چې په یاد هوايي برید کې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي محب الله مشهور په صداقت ټپي شوی دی.
دفاع وزارت وايي، په برید کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او شپږ عرادې نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده، چې د هلمند، نادعلي، ناوې او مرکز لښکرګاه کې کابو له یوې میاشتې راهیسې جګړې زیاتې شوې، چې له امله یې تر ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل