سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د ملي اردو په یوه تخلیه شوې اډه کې ماین چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۴ مه سهار مهال د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې له یوې اډې څخه تکتیکي شاتګ کړی و او خالي کړې یې وه، خو طالبانو ملکي خلک مجبور کړي، چې دغه بېس تخریب کړی.
دی وايي، د بېس د تخریب پر مهال ماین چاودنه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د خان آباد ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندوز