۰

په کابل پوهنتون د برید له امله نن ملي ماتم دی

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
افغان حکومت پر کابل پوهنتون د پروني خونړي برید په ویر کې نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
په کابل پوهنتون د برید له امله نن ملي ماتم دی
افغان حکومت پر کابل پوهنتون د پروني خونړي برید په ویر کې نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي، له هېواده بهر سیاسي نمایندګیو ته هم لارښوونه شوې چې بیرغونه نیمه ځوړند او د قران عظيم الشأن ختمونه وکړي.

ولسمشر غني هم په پرونۍ تلوېزیوني وینا کې د ملي ماتم اعلان وکړ او دغه برید یې په کلکوټکو وغانده او د بشر ضد جنایت یې وباله.

ښاغلي غني ګواښ وکړ، چې د برید غچ به اخلي او ویې ویل«د افغانستان دښمنان دې پوه چې د برید غچ اخلو، دوی پر دغه ډول بریدونو زموږ د ملت اراده نه شي کمزورې کولی.»

د یادونې ده، چې پرون دوشنبې د لړم ۱۲ مه درې تنه وسله وال کابل پوهنتون ته د ننه او د حقوقو پوهنځۍ کې یې پر محصلینو ناتار ډزې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي، چې په دغه برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي، چې کابو ټول یې محصلین دي.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، له عاملینو سره یې باید حساب وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي