۰

کندوز کې پر پوله ساتو ځواکونو موټر بم برید شوی، ۲۴ تنه ټپیان دي

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د افغان پوځ د پوله ساتو سرتېرو په یوه مرکز باندې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی، چې له امله یې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
کندوز کې پر پوله ساتو ځواکونو موټر بم برید شوی، ۲۴ تنه ټپیان دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د افغان پوځ د پوله ساتو سرتېرو په یوه مرکز باندې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی، چې له امله یې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه برید نن سه شنبې د لړم ۱۳ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.

ویل کېږي لومړی د هاموي موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی او وروسته وسله وال له افغان ځواکونو سره په نښته کېوتي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، برید د پوځ د پوله ساتو ځواکونو د کنډک مخې ته شوی او له هغې وروسته یو شمېر وسله وال له افغان ځواکونو سره په جګړه شوي دي.

مرادي د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او له وسله والو سره جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هم د دغه برید پخلی کړی وايي، موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له خوا په نښه او چاودنه یې کړې ده.

دفاع وزارت هم وايي، چې له چاودنې وروسته څو وسله وال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه شوي، چې یو شمېر ترهګر وژل شوي او ځینو نور یې له سیمې تېښته کړې ده.

وزارت د افغان لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، اوس سیمه کې وضعیت عادي او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

خو روغتیايي چارواکي وايي، د برید له ځای څخه دوی ته تر اوسه پورې ۲۴ تنه ټپیان وروړل شوي، چې ۱۴ تنه یې نظامیان او ۱۰ تنه یې ملکي وګړي دي.

امنیتي سرچینې زیاتوي، چې د برید ځای ته تازه دمه کمانډو ځواکونه رسېدلي او تر اوسه نښته روانه ده.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه مرکز موټر بم برید وشو، چې دوه پاڅونوال په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي