۰

د مالیزیا د اسلامي یووالي ټولنې هم افغانستان کې جګړه حرامه وبلله

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
د مالیزیا د اسلامي یووالي ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او د اسلامي شریعت ضد بللې ده.
د مالیزیا د اسلامي یووالي ټولنې هم افغانستان کې جګړه حرامه وبلله
د مالیزیا د اسلامي یووالي ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او د اسلامي شریعت ضد بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا د دغه دریځ هرکلی کړی وايي، مالیزیا افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام غندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیزا د اسلامي یووالي ټولنې نه یوازې دا جګړه او تاوتریخوالی غندلی، بلکې هغه یې مطلق حرام او د اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.

یادې اسلامي ټولنې له افغان دولته د یو لیک له لارې غوښتنه کړې چې د افغانستان ناورین ته باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان او بنګله دېش دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه حرمه او مسلمان وژنه وبلله.

یادو دیني علمانو د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي او د خبرو اترو له لارې تل پاتي اوربند او سولې ته ځان ورسوي.

دغو دیني عالمانو په قطر کې د بین الافغاني مذارکراتو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې یې د بې ګناه مسلمانانو په نه وژل کېدو ټينګار کړی دی.

افغان دیني عالمانو دا جګړه یوازې د قدرت او څوکۍ تر لاسه کولو جګړه وبلله، چې په وینا یې هېڅ جواز نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي