سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیولي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو تېره شپه ( د لړم ۱۰مه) د مرکز جلال آباد ښار په اتمه حوزه کې عملیات کړي دي.
دی وايي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین او دوه تنه نور داعشیان نیول شوي دي.
خوږیاڼي د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې داعش په کې د موجودیت اعلان کړی و، خو تېر کال د افغان ځواکونو له خوا سخت وځپل شول او د داعش د ماتې اعلان یې وکړ.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار