د بشري حقونو یو شمېر استرالیايي، افغان او نړیوالو ډلو په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د بد چلند د تورونو په اړه د څېړنو د پایلو خپرولو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل، سیف دې چېلډرن او د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په شمول ۲۵ سازمانونو په یوه پرانستي لیک کې د استرالیا له پوځي چارواکو کړې ده.
دا لیک چې پرون جمعه د لړم ۹ مه د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیايي مرکز په وېب پاڼه خپور شوی، په کې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د سرمفتش مرستیال جنرال پاول بریرتون مخاطب شوی دی.
په لیک کې راغلي، د استرالیا دفاعي ځواکونو سرمفتش څلور کاله وړاندې د هغو ادعاو څېړل پیل کړي چې له مخې یې ځیني استرالیايي پوځیان په ۵۵ قضیو کې په ناقانونه وژنو او له ملکیانو او بندیانو سره په ظالمانه چلند تورن شوي دي.
دوی ویلي، له دې چې د استرالیا د سرمفتش څېړنې په بشپړېدو دي، نو باید پایلې یې له ټولو سره شریکې شي.
د استرالیا حکومت او د پوځ سرمفتش تر اوسه پورې د بشري حقونو د دغو ډلو د لیک په ځواب کې څه نهدي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل