سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو کندهار ولایت کې یو پخوانی څارنوال په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د لړم ۹ مه ماسپښین مهال د کندهار ښار په نهمه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د نهمې حوزې اړوند سیمه کې پر پخواني څارنوال شبیر احمد قیوي غلکچي برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه غلچکي برید کې د کندهار د استېناف محکمې څارنوال شبیر احمد قیومي وژل شوی دی.
د یادونې ده، چې شبیر احمد قیومي یو مدافع وکیل او یو ځل ولسي جرګې ته نوماند هم وو.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل