سیمه سیز چارواکي تاییدو، چې د هرات ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو او پولیسو تر منځ اځ وډب رامنځ ته شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اخ و ډب پرون چهارشنبې د لړم ۷ مه ماښام له هغې وروسته پیل شو، چې زندانیانو اعتراض وکړ.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، زندانیانو د یوه دولتي پلاوي تر پلټنې وروسته د زندان یوې برخې ته اور واچوه.
دی زیاتوي، چې پولیسو د زندانیانو د ارامولو لپاره هوايي ډزې وکړې خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
به ورته وخت کې د هرات راپورونه وایي، د هرات رغتون ته د یوه زنداني جسد او د پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
د یادونې ده، چې د هرات په زندان کې دا مهال څه باندې دوه نیم زره زندانیان د بېلا بېلو جرمونو په تور بندیان دي.
جمهورخبري آژانس:هرات