د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند ټینګېدو او د سولې خبرو د کامیابه کولو غږ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمن پرون سې شنبه د لړم ۶ مه ویلي، ټولې خواوې باید خپلې هڅې د سولې خبرو پر بریالبتوب باندې متمرکزې کړي.
نوموړي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټنګېدو باندې ټينګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې هم ښاغلي العثیمن په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
ښاغلي العثمین په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په هدف د افغان سولې په اړه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مکې د علماء شورا د اعلامیې پر عملي کېدو هم ټينګار کړی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه د اسلامي همکارۍ سارمان د اعلامیې هر کلی کړی دی.
یاد سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې د سولې بهیر پر بریالتوب باندې ټینګار کړی دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چارواکو په وینا جګړه زیاته شوې ده.
د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي، د دغه جګړو له امله تېرو ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۰ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل