۰

امنیت شورا افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې

چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا اندېښنه ښودلې ده.
امنیت شورا افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې
 د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، د تاوتریخوالي ډېروالی د ملکي وګړو د زیات مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

په خبرپاڼه کې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز وروستی ځانمرګی برید هم غندل شوی او هغه یې له بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا ټینګار کړی چې په هر ځای کې، هر وخت، د هر چا له لوري تر سره شوی ترهګریز برید غندي او پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دا شورا داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو ورځو کې جګړې، چاودنې او ځانمرګي بریدونه یو ځل بیا زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې یوازې په تېرو ۹ میاشتو کې د جګړو له امله ۲۱۱۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۸۲۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي