ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هلمند ولایت د نادعلي او ناوې ولسوالۍ ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر او د ناوې ولسوالۍ لسګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
دغه زار دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې او یا هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په هلمند کې د بشپړ امنیت د تامین لپاره افغان ځواکونو شپه ورځ خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل