۰
د خلیلزاد ناامیدي:

د سیاسي جوړجاړي دروازه بله تل پرانستې نه وي

چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې پر زیاتېدو خواشنۍ ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د سیاسي جوړجاړي دروازې به تل پرانستې نه وي.
د سیاسي جوړجاړي دروازه بله تل پرانستې نه وي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې پر زیاتېدو خواشنۍ ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د سیاسي جوړجاړي دروازې به تل پرانستې نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د نړیوال ملاتړ په جلب پسې یو ځل بیا راوتلی او ناروې ته تللی دی.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي«زه سیمې ته بېرته خواشینی را وګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نشو، د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي.»

ښاغلي‌ خلیلزاد په خپل ټویټ کې د  سیمې ورانکاري تورن کړي دي چې د افغانانو وینې تویوي، خو هغه د هېڅ یو هېواد او یا کوم کس نوم نه دی یاد کړی.

خلیلزاد زیاته کړې«افغانان ډېر مري او سیمه ییز تخریبکاران افغانان د خپلو نا مشروعو اهدافو لپاره د د بې ارزښته جنګیاليو په توګه کاروي، وینه تویېدل باید ختم شي.»

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې باید  افغانانو د وینو تویولو مخنیوی وشي.

اعلامیه کې ویل شوي، دواړه لوري دې د تاوتریخوالي او جګړې پر کمولو موافقه وکړي، تر چې یوه هر اړخیز او تل پاتې اوربند ته لار پرانستل شي.

 د یادونې ده، چې خلیلزاد به له ناروې قطر ته ولاړ شي او هلته به افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره هم خبرې وکړي، تر څو دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو او یوه سیاسي جوړجاړي ته وهڅوي.

خلیلزاد پر داسې مهال قطر ته ځي، چې په دې وروستیو کې جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یوازې په تېره څو ورځو کې په کابل او خوست کې ځانمرګي او موټر بم ځانمرګو او ډلیز وسله وال برید تر تر ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړله، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.

د یوناما د وروستي راپور له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي