کابل کې چاودنې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

6 عقرب 1399 ساعت 14:05

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین د چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین د چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شبنې د لړم ۶ مه ماسپښین مهال د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د چهار قلعه وزیر آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

کابل پولیس وايي، له سیمې څخه یوه سراچه موټر د تېرېدو په حال کې وه، چې مقناطسي ماین پرې چاودنه کړې ده.

د پولیسو په وینا په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چاودنه ځای ته نېږدې د تیلو ټانک او د لرګیو خرڅولو ټال هم و، چې اور یې اخیستی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په خوست کې دوه موټر بم بریدونو د نظامیانو په ګډونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com