۰
یوناما:

د سولې خبرو ملکي تلفاتو نه دي کم کړي، په ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، د سولې روانو خبرو ملکي تلفاتو کې کمی نه دی راوستی، بلکې لا زیات شوی دی.
د سولې خبرو ملکي تلفاتو نه دي کم کړي، په ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، د سولې روانو خبرو ملکي تلفاتو کې کمی نه دی راوستی، بلکې لا زیات شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دې وروستیو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه دفتر وايي، د ۲۰۲۰ م کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۲۱۱۷ تنه وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د دې مرګ ژوبلې د رامنځ ته کېدو ۴۵ سلنه پړه پر وسله والو طالبانو اچولې او ۲۳ سلنه ملکیانو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو او بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه دفتر پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې تاوتریخولی کم کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخینوي کې جدي هڅې وکړي.

یاد دفتر دغه راز له ښکېلو لورو غوښتي، چې د سولې روانې خبرې ګړندۍ کړي تر چې په افغانستان کې د خونړیو جګړو، چې ډېر زیان یې ملکیانو ته اوړي د پای ته رسېدو سبب شي.

یوناما دا راپور پر داسې مهال خپروي، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرو د پیل سره سم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې جګړو زو اخیستی دی.

یوازې په تېرو څلورو روځو کې په کابل او خوست کې دوه ځانمرګو بریدونو کابو ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي